دراتلونکی ماشوم جنس څنګه ټاکل کیږی

ارسالی: مروه

په پښتنی ټولنه کی دزوی نه لرل دډیرو کورنیو لپاره یو سترناورین دی، زمونږ پدی کوچنی چاپیریال کی ددی رنځ له امله په زرګونوکورنی کړیږی اورنځیږی چی یوه لویه ټولنیزه ستونزه یی رامنځ ته کړی ده .
ډیری میندی اوپلرونه داسی کړیږی اوځان داسی کم ، رټل شوی اوحقیر احساسوی چی دنورو سره یی هډو مخامخ کیدل زړه نه غواړی ، داخولاپریږده نوربیا ځان وژنی (خود کشی ) ته اړ شی ، ځکه نور نو دخلکو خبری اوپیغورونه نه شی زغملای ،پلانکی میرات (میراث ) دی نارینه اولاد نه لری ،ډیری کورنی بیا داسی اړی شی چی نور نورودونه وکړی اوکرغیړنو ستونزو ته اوږه ورکړی ځکه بل واده نوری نوری اونوی ربړی اوناخوالی زیږوی .
زه داسی کورنی پیژنم، میرمن داچی زوی نه لری دخپل میړه لپاره دبل واده مرکی یاریباری (خواستګاری ) ته بللی ده اوخپل بنزی ( پسر انباق ) یی په ډیره مینه سره روزلی اوپایللی دی .
یواځی زمونږ افغانی ټولنه ددی کرغیړنی ستونزی سره په جګړه کی نده بوخته بلکی نړیواله ټولنه هم اوس او هم په تیرو زمانو کی له دی امله دکړاو نو سره لاس اوګریوان ( ګریبان ) وه او اوس هم ده .
پیړی پیړی ترمخه لامیندو او پلرونوغوښتل چی دخپل راتلونکی ماشوم جنس په خپله خوښه وټاکی( یانی هلک اویا نجلی ) دا الواکونه (نظریات ) دلرغونی زمانی په پیښلیک ( تاریخ ) کی شته . ارستوتیل به میرمنو ته سلا مشوره ورکوله چی دنجلی د اومیندواری ( حاملګی ) لپاره دی په کین اړخ اود هلک داومیندواری لپاره دی په ښی اړخ څملی ، همداراز ویل کیدل چی دمور خواړه هم د راتلونکی ماشوم په جنس باندی اغیزه (تاثیر ) لری .
دهلک داومیندواری لپاره دی میرمن تروه (ترش ) اوترخه خواړه او دنجلی د اومیندواری لپاره دی خواږه خواړه وکاروی ( استعمال کړی ) دا ډول پرهیز اوسنیو ځانګړو پرهیزی خوړو ته ډیرورته والی اوشباهت لری چی اوس یی هم دیوشمیر خلکو له خوا دخوړلو سپارښتنه کیږی .
د ۱۷ پیړی ارستوکراتانو چی غوښتل یی نارینه اولاد ولری دهغه دود اودستورله مخی چی پکی موجود وه ، باید خپله چپه هګی ( بیضه ) یی ټینګه تړلی وایی که ددی نارینه په کورکی زوی نه وای پیداشوی نودخوراسخت ، ستغ اوزړه بوږنونکی عمل اوپایلی یانی (یعنی ) دتړل شوی هګی دپری کولو سره مخامخ وه .
یونانی فیلسوف امپیدوکل (( Empidocal زمونږ دزمانی په ۳۵۰ میلادی کال کی یوه نوی تیوری منځ ته راوړه نوموړی په دی اند (عقیده ) وه چی دکایتوس ( کایتوس دبیلمنانځی ( حیض ) د لړی دلومړی ورځی څخه پیل اوداوولوشن ترمحاله پوری غزونه پیداکوی) او اومیندواری ترمنځ مستقیمی اړیکی شته ،نوموړی ویل دمهبل دتودوخی درجه دماشوم جنس ټاکی .
امپیدوکل داسی لیکی : « زړی په خالی پاک نس کی اړول کیږی چی دسړو (یخ ) سره مخامخ کیږی چی دهلک اومیندواری منځ ته راوړی او که برعکس دګرمی سره مخامخ شی نود نجلی اومیندواری منځ ته راوړی پدی ډول هغه میرمنی چی دتود اوګرم نس خاوندی دی دنجونومیندی به وی .) « ورسته به ولیدل شی چی دا ډول الواکوه ا نظریات سم اودرست نه دی بلکی د ماشوم جنس نو ر نور لاملونه هم لرلی شی چی وړاندی کیږی .
په شلمه پیړی کی داکتر ایرکسون (Ron Erecson ( چی یومشهور ملیونر بډای وه بیا بل څه ویل نوموړی ځان ته دمستر « سپرم » لقب ورکړی وه او د X او Y نمبر پلیت لرونکی موټرکی به یی سفرکاوه ، هغه دلومړی ځل لپاره یونوی میتود رامنځ ته کړه ایرکسن څرګنده کړه چی سپرم په دوو برخوویشل کیږی یانی په X سپرم او Y سپرم ویشل کیږی ، هغه پدی اند اوعقیده وه چی تیوری یی برلاسی اوبریالی وه .

درباره marwa

اینرا هم چک کنید

فرصت اشتراک در رقابت مقاله نویسی مجله فانوس

به اطلاع تمامی جوانان قلم بدست که خواهان اشتراك در بزرگترین رقابت مقاله نویسی باشند …

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *